راپور: جواد داوري
شاوخوا پنځوس ورځي مخکي د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور له سیمي عملیات پیل سوه امنیتي چارواکي وايي، تر ډیره بریده توانیدلي چي د یادي ولسوالۍ ټولي سیمي تر خپل کنترول لاندي راولي.
د سیمي اوسیدونکي له امنيتي ځواکونو غواړي چي د کلیو اوسیدونکي د وسله والو طالبانو په نوم و نه ځوروي.
نادعلي ولسوالۍ د لښکرګاه په پنځه کیلومترۍ کي واقع ده.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي وروسته له هغه وسله والو طالبانو يې کلي او سیمه ونیول د جګړو او د دولت په نوم د ځوروني له امله لښکرګاه او نورو سیمو ته کډوال سول او چي د یادي ولسوالۍ عملیات ترسره سوه د سیمي اوسیدونکي هم بیرته خپلو سیمو ته ستانه سوي دي.
ځایي اوسیدونکي له امنیتي ارګانونو غواړي چي عام سړکونه او مځکي یې د ماینونو څخه پاکي کړي او د دې ترڅنګ له پوهني ریاست څخه غواړي چي تړلي ښوونځۍ د زده کوونکو پر مخ خلاصي کړي.
دغه اوسیدونکي د کانالونو د پاکیدو او پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال ګلي خان وايي، د وسله والو طالبانو د وسلو او چاویدونکو توکو یو ډیپو يې کشف او خنثی کړ او همدارنګه د عملیاتو پر مهال يې ګڼ شمیر وسلي او مهمات له منځه وړي دي.
دی وايي، تر جګړې د ماینونو خطر په سیمه کي دیر محسوس کیږي چي د کلي اوسیدونکي هم په ازاده توګه نه سي کولای د سړکونو علاوه پر خپلو کرنیزو مځکو وګرځي.
دغه عملیات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پر مخ وړل کیږي چي په هوايي برخه کي د ناټو ځواکونو ملاتړ ورسره دی.
د نادعلي ولسوالۍ په هغه سیمو کي چي عملیات ترسره سوي دي امنیتي ځواکونه پکښي ځای پرځای سوي په تیرو دوشپو کي وسله والو طالبانو د وسله والو بریدونو له امله تر لسو سرتیرو پوري مرګ ژوبله اوښتې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون