راپور: سید حمید هاشمي
د حج اوقافو ریاست مسٔولین وايي، د یادو علماوو له ډلي به يې ۲۰ تنه د کندهار څخه د حجاجو د نازیمینو په توګه سعودي عربستان ته ولیږي.
بلخوا د افغانستان د حج اوقافو وزارت مسٔولین وايي، د حجاجو د اسانتیا او تنظیم لپاره يې یو لړ تغیرات هم راوستلي دي.
د کندهار د حج اوقافو په ریاست کي د جنوبي حوزې په سطحه له ۴۰۰ دیني علماوو څخه ازموینه واخستل سوه.
د افغانستان د حج اوقافو وزارت د اسلامي علومو د مطالعاتو د مرکز ریٔس محمد شریف رباطي وايي، چي په دغه ازموینه کي د کندهار، زابل، هلمند او روزګان څخه دیني علما شامل دي چي تر ازمویني وروسته به دوی د حجاجو د خدمت او تنظیم لپاره سعودي عربستان ته ولیږي.
هغه وايي، د هر ولایت څخه به د حجاجو علما د نازیمینو په توګه وټاکل سي.
بلخوا د کندهار د حج اوقافو ریٔس محمد عمر اخندزاده وايي، چي په دغه علماوو کي زیات يې د کندهار ولایت څخه دي چي ۲۰ تنه به يې ددغه ولایت څخه د حجاجو د خدمت لپاره سعودي ته ولیږل سي.
پر همدي مهال د هلمند د حج اوقافو ریٔس محمد داوو مدقیق وايي، چي په هلمند کي د حجاجو د لیږد په برخه کي يې اسانتیاوي راوستلي او هغوی بې له کومي ستونزي او ځنډ څخه سعودي ته لیږدوي.
د چارواکو په خبره دغه ازموینه په پوره شفافیت د مرکزي ادارې تر نظارت لاندي اخیستل کیږي چي یوازي وړ او په کار پوه کسان به د حجاجو د نازیمیونو په توګه په دندو وګمارل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون