راپور: نورګل اندړوال
مدني فعالان وايي، چي حکومت باید دامنیتي ځواکونو په لیکو کي دواقعي او فرصت طلبو کسانو ترمنځ توپير وکي.
په بغلان کي مدني بنسټونو د امنیتي ځواکونو څخه دملاتړ او ستایني په موخه غونډه جوړه کړې وه .
مدني فعالانو او ځوانانو چي نظامي جامي یې په تن کړي افغان امنیتي ځواکونه دهیواد اصلي بچي بولي او له حکومته غواړي چي د رشتینو او غیر رشتینو ځواکونو ترمنځ دي توپیر وسي.
دبغلان دترافکیو مدیر او د اطلاعات اوکلتور ریٔسه وايي، چي افغان امنیتي ځواکونه دهیواد او خلکو لپاره په هرډول شرایطو کي ژمن دي خو اړتیا ده چي حکومت د سرتیرو ترمنځ داسي فضا رامنځ ته کړي څو هغه شومي کړۍ خپلو موخو ته ونه رسیږي چي ځواکونه غواړي دقوم او سمت په نوم سره وویشي.
په همدې غونډه کي دبغلان والي عبدالحي نعمتي دهرډول کړیو ، دسیسو او ترهګرو ډلو پروړاندي افغان سرتیري ځواکمن بولي اوزیاتوي چي دبغلان مېشت قومونه ، ځوانان او مدني بنسټونه توانیدلي څو دافغان امنیتي ځواکونو زړونه خوښ وساتي او هغوی ته مُرال ورکړي دجګړې په لومړۍ کرښه کي ترهګري ډلي وځپي .
دبغلان مدني بنسټونه په داسي حال کي دافغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلانوي چي دنوي کال په راتلو سره دغه ولایت کي ځواکونو هڅي زیاتي کړي او غواړي په ارامه زړه خلک خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.
یاده دي وي چي تیر کال دامهال بغلان دګڼو امنیتي پېښو شاهد و خو اوس یوڅه دامنیت فضا ددې ولایت په ځينو برخو کي ډاډمنه سوې اود خلکوغوښتني هم له امنیتي ځواک څخه همدا دي چي دترهګرو ډلو په وړاندي قاطع دریځ غوره کړي او پر وړاندي یې ګامونه پورته کړي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون