د هلمند اوسیدونکي د ټاکنو د پاره د نوم لیکني له پروسې سره مخالفت کوي

راپور: جواد داوري

دوی وايي، د هلمند ډیری سیمي د وسله والو طالبانو په واک کي دي که چیري پر تذکره نښه ولګول سي وسله والو طالبانو له لوري په مرګ کواښل کیږي.

بل خوا د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، د نوم لیکنه پروسه د ټول هیواد په کچه پیل سوي ده یوازي په هلمند کي دا پروسي نه سي دریدلاي.

که څه هم په هیواد کي د ټاکنو پروسه له جنجالونو او ستونزه ډکه ده دا ځل په راتلوونکو پارلماني ټاکنو کي د تابعیت اصلي تذکرې باندی نښه لګولو سره د هلمند اوسیدونکي مخالفت ښیې.

دوی وايي، د هلمند اکثره ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنترول کي دي که چیري پر تذکرې د ټاکنو لګیدلي نښه وسله وال طالبان ومومي د تذکري خاوند کیداي سي ووژل سي له همدې امله غوښتنه کوي چي پر پخوانیو رایي کارتونو دي د ټاکنو پروسه پر مخ یووړل سي.

دغه مدني فعالان وايي، کورنیو چارو وزارت غواړي په هلمند کي د  څلور میاشتو په اوږدو کي نهه لکه تذکرې په داسي حال کي وویشي چي دولت یوازي په محدود سیمو کي نظامي حضور لري.

بل خوا په هلمند کي  د ټاکنو ولایتي دفتر سرپرست احمدشاه صاحبزاده وايي، دا پروسه په مرکزي کمیسیون کي ډیزاین سوې ده له همدې امله نسي کولاي یوازي په هلمند کي تاکني پر پخواني سیسټم ترسره کړي.

دی وايي، په لښکرګاه او ولسوالیو کي د راتلوونکو پارلماني ټاکنو دپاره د نوم لیکني بهیر يې پیل کړی دی چي په دریو مرحلو کي به ترسره سي.

په هلمند کي د ټاکنو د پاره د نوم لیکني بهیر داسي وخت پیلیږي چي دولت یوازي د ناوې او ګرشک ولسوالیو په مرکزي سیمو کي حاکمیت لري، په پاته ۱۰ ولسوالیو کي پرته له نظامي حضور څخه ملکي خدمات او د ټاکنو په پروسه کي د خلکو ګډون ناشونی دی.

که څه هم امنیتي ارګانونه تر ټاکنو پوري د عملیاتو خبر ورکوي ځایي اوسیدونکي بې باوره دي چي په تیر کي هم ورته وعدې سوي وې خو عملي سوي نه وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...