راپور: نثار احمد څپاند
چارواکی وايي، چې په اولسو مرکزونو کي به د ښځو او نارینه و لپاره جلا محلونه موجود وي او رایه ورکوونکي به ثبت کړ.
ټاکل سوې ده چي د روان کال د میزان په میاشت کي د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا ګانو لپاره انتخابات ترسره سی او په همدې موخه تیره ورځ په ټول هیواد کي د رایه ورکوونکو د نوم لیکنی بهیر پيل سو.
د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل چي د انتخاباتو کمیسیون د ولایتی دفتر د مسٔوولینو، سیمه ییزو چارواکو او مشرانو په ګډون یې په سورغر لیسه کي دغه پروسه پرانیسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چي دولت رڼو اوشفافو انتخاباتو ته ژمن دی.
یارمل وویل، د رایه ورکوونکو نوم لیکنه په دوه پړاوه کی ترسره کیږي چي لومړی یې په کلات ښار او په نژدې سیمو کي پیل سو، چي یوه میاشت به دوام وکړ.
نوموړی وايي، په اولسو مرکزونو کي د ښځو او نارینه رایه ورکوونکو د ثبت لپاره کارکوونکي، حساس مواد او ټول لوازم ځای پر ځای سوي او امنیتي ځواکونه هم د دې پروسې تطبیق ته په بشپړ ډول چمتو دی.
د زابل ولایت سیمه ییز مشران دغه راتلونکو ټاکنو لپاره د ثبت نام اوسنۍ پروسه ډیره مهمه بولي او زیاتوي چي د یو ښه حکومت لپاره انتخابات اساسي اهمیت لري.
دوی وایي، د انتخاباتو له کمیسیون او دولت سره به د ټولو پروګرامونو په بریالیتوب کي پوره همکاري وکړي او خلګ به وهڅوي چي خپل ځانونه ثبت کړي تر څو د رای ورکولو له حق څخه محروم نسي.
د زابل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسٔوولین وايي، دا ځل رایه ورکوونکي د اصلي تذکرو له مخي ثبتیږي او هر څوک چي د اتلسو کالو عمر یې پوره کړي وي کولای سي د ثبت نام نژدې مرکز ته ورسي او د یوې میاشتی په موده کي خپل ځانونه ثبت کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون