د ننګرهار ولایت د پوهني ریاست په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، چي ننګرهار ولايت موندرې ولسوالۍ اړوند د ګردي په لنډۍ سيمه کي تېره شپه وسله والو طالبانو د يو منځنۍ ښوونځۍ لابر اتوار په ماين له منځه وړی او د ښوونځۍ ټول اسنادونه او وسايل يې لمنځه وړي.
د معلوماتو له مخي وسله والو طالبانو لومړی د ښوونځۍ بې وسلي ساتونکي تړلي، د ښوونځي ټول اسناد او وسايل يې لابر اتوار ته راټول کړي او بيا يې لابر اتورا په ماين الوځولی، چي ټول اسنادونه او وسايل په کښې لمنځه وړل سوي.
امنيتي مسئولين سيمي ته رسيدلي او اوسمهال ښوونځی د زده کوونکو پرمخ پرانيستل سوې ده، دا په تېرو دوو مياشتو کي دریم ښونځی دی چي د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کي ناڅرګندو وسلوالو لخوا سوځول کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون