د کرني مسٔولین وایي، سږکال په هرات کي ۱۲۰ زره متریک ټن انگور تولید سوي چي دا د تیر کال په پرتله په سلو ١٥ زیاتوالی ښیي.
په ورته وخت کي د هرات والي وایي، د لومړي ځل لپاره څه باندي ۷۵۰۰ ټنه انگور له دې ولایت د پاکستان بازارونو ته صادریږي چي د هرات د باغدارانو په ژوند کي به یو مثبت بدلون راولي.
د هرات ولایت د کرني د ریاست چارواکي وایي، د هرات باغدارانو تیر کال د انگورو څه باندي ۱۰۰ متریک ټن حاصل پورته کړی و خو سږکال به د هغوی حاصل د ۱۲۰ زره متریک ټنو واوړي.
د هرات د کرهني امر بشیراحمد احمدي وایي، په روان کال کي نژدې اته زره هکتاره ځمکه د هرات باغدارانو د انگورو بوټو اېښودلو ته ځانگړې کړې چي کیدای سي ددې ولایت د انگورو حاصلات ١٥ سلنه نور هم زیات سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون