د دې حرکت ویاند بسمالله وطندوست پرون وویل، چي دا غونډه د را رواني پنجشنبې په ورځ جوړېږي او هدف یې د ولسونو ترمنځ د سولي په اړه د خبرو پېل دی.
بسمالله وطندوست ته وویل، چي پهدې غونډه کي به د افغانستان له مختلفو قومونو او مدني ټولنو خلک او دیني عالمان وي.
پهدې غونډه کي به ددی تمرکز پردې وي چي افغانان د سولي لپاره څرنګه یو موټی سي.
بسمالله وطندوست ونه ویل چي وسلهوال طالبان یې ور بللي، خو ویې ویل چي په غازي سټډیوم کي غونډې ته د هغو سیمو خلک هم ورځي چي د وسلهوالو طالبانو تر واک لاندي دي.
د سولي د ولسي حرکت به د جمعې په ورځ د افغانستان شمالي ولایتونو ته پياده سفر پېل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون