د امريكا د آى بي اېم شركت اعلان وكړ چي د نړۍ تر ټولو كوچنى كمپيوټر يې جوړ كړى دى.
دا كمپيوټر چي د جوارو له يوې دانې څخه لږ څه غټ دى، د اوسنيو عادي كمپيوټرونو په پرتله لا زيات چټك او پرمختللى دى.
ددې شركت د معلوماتو پر اساس دا كوچنى كمپيوټر زرګونه ترازيټورونه لري چې حتى كولاى سي د مجازي پېسو بيټكاين د استخراج لپاره ترې ګټه پورته سي.
ويل كيږي، چي د كمپيوټر سافټ وېر اوسمهال د آزمايښتونو لاندې دى.
آى بي اېم ددې كمپيوټر په اړه د لا زياتو جزيياتو د وركولو نه ډډه وكړه.
تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چي دا كمپيوټر به په كومو برخو كې وكارول سي خو اټكل كيږي چې په ۲۰۲۰م كال كې به بازار ته وړاندې سي.