راپور: میلاد حمیدي
د ننګرهار زیتونو فابریکه چي پخوا يې په زرګونه ټنه د تېلو او اجارو تولید درلود اوس یې کارونه په نشت حساب دي.
دې فابریکه کي له زیتونو د تېل او اچار جوړلو پروسس پیل سو، چي د مسٔوولینو په وینا نږدې ۶۰ ټنه تولید به بازار ته وړاندي کړي.
چارواکي وایي، د زیتونو فابریکې ته سږ کال هېڅ پاملرنه نه ده سوې او همدا لامل دی چي کم تولید لري مرسیتال وویل کرني وزارت او مرسته کوونکي ادارې دي د فابریکي په رغونه کي مرسته وکړي.
نږدې څلور لسیزي وړاندي دا فابریکه د روسې له لورې جوړه سوې وه هغه مهال یې د افغانستان سربیره یو شمېر نور هېوادونو ته هم صادرات لرل که څه هم په ځلونو اړونده ادارو د دې فابریکي د ترمیم ژمني کړي خو په عمل یې ندي بریالي سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون