راپور: نثار احمد څپاند
دا چي په روان کال کي د وچکالۍ له امله په زابل کي د زراعت او مالدارۍ په برخه کي ستونزي زیاتي سوي دي ورسره هم مهاله ځایي چارواکي وایي، چي له زیانمنو کسانو سره یې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
په دې لړ کي په مرکز کلات او بیلابیلو ولسوالیو کي پر هغو زرګونو مالدارانو د حیواناتو لپاره د خوراکي توکو ویش پیل سو چي له وړاندي د زراعت ریاست له لوري سروي سوي دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل د دغو مرستو د ویش د پیل پر مهال وویل چي دا ۵۷۷ ټنه خوراکي توکي به له مالدارانو سره مرسته وکړي چي خپل څاروي وساتي او ورڅخه مړه نسي.
یارمل زیاته کړه چي افغان حکومت هڅه کوي چي له مالدارو او بزګرانو سره نوري مرستي هم وکړي.
څو تنه مالداران چي دغه مرستي یې تر لاسه کړي دي له حکومت څخه خوښ دي، خو وایي چي ستونزي یې زیاتي دي او باید لا ډیر کومکونه ورسره وسي.
دوی وایي د افغانستان د ډیرو اوسیدونکو ژوند پر زراعت او مالدارۍ پوري تړلی دی خو په وروستیو کلونو کي د اوبو د نشتوالي له امله په دواړو برخو کي ستونزي زیاتي سوي دي او د دوی ګڼ څاروي له ناروغیو مړه سوي دي.
د زابل ولایت د زراعت ریاست له لوري په داسي حال کي د مالدارانو سره مرسته کیږی چي یوه میاشت مخکی د همدې ادارې له خوا له ناروغیو د ساتني په خاطر لسګونه زره څارویو ته واکسین هم ورکړل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون