راپور: محمد یار مجروح
د بې پولي ډاکټرانو ټولني (ام،اس،اف) په کندهار کي د مقاوم توبرکلوز یا نري رنځ د یوه ۲۵ بستریز روغتیايي مرکز د جوړلو چاري پيل کړې.
د یادي ټولني مسؤلین وايي، دا مهال په کندهار کي ۴۱ ناروغان تر درملني لاندي دي خو کیدلای سي په مقاوم توبرکلوز د اخته کسانو شمیره نوره هم لوړه وي.
په کندهار کي د بې پولو داکټرانو مشر آلن ایف.ډي لاروسا وايي، دغه مرکز به ټولو هغه کسانو ته چي د نري رنځ درملني ته اړتیا لري، په وړیا ډول روغتیايي خدمات وړاندي کړي.
دی وايي : (( داچي په کندهار کي مقاوم توبرکلوز مخ پر خپرېدو دی، نو موږ هڅه کووتر څو یاده ناروغي نوره خپره نسي، زه تر ټولو ډېر د مقام نري رنځ اخته ناروغانو لپاره یو ښه زیری لرم، ځکه په مقاوم نري رنځ اخته ناروغان به په یو عصري او مجهز مرکز کي تداوي کیږي)).
دکندهار والي زلمی ویسا په دغه ولایت کي د مقاوم توبرکلوز د مرکز جوړیدل د روغتیا په برخه کي یوه لاسته راوړنه بولي.
د ده په خبره که ښه روغتیايي خدمات وړاندي سي، ستونزي به تر ډیره حل سي.
بلخوا دکندهار روغتیايي مسؤلین مني چي د نړیوالو په مرستو په مټ توانیدلي چي بسټیز روغتیايي خدمات وړاندي کړي.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس عبدالقیوم پخلا وايي، مقاوم توبرکلوز په جنوب لوېدیځه حوزه کي یوه جدي ناروغي ده او له منځه وړل يې ډیر وخت او زیاتو پيسو ته اړتیا لري.
د نړیوال روغتیايي سازمان د رسمي شمیرو له مخي په افغانستان کي هر کال شپيته زره کسان په نري رنځ اخته کیږي او یاده ناروغي د ۱۳ زره کسانو په وژلو سره په افغانستان کي د وژونکو ناروغیو له جملې څخه شمېرل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون