د هیواد د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال د مرکزي اسیا د هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په اتمه غونډه کي د خبرو پر مهال وویل، چي که د مرکزي اسیا د هیوادونو ترمنځ اړیکي پراخې سي، په افغانستان کي د امنیت او سولي لپاره کار وسي، سوداګري اسانه سي نو ددغه هیوادونو په پرمختګ کي به د پام وړ بدلونونه راسي.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ددغه غونډي د پرانیستي پر مهال وویل، چي ملګري ملتونه د مرکزي اسیا هېوادونو له هر ډول پرمختګ او سوکالۍ ملاتړ کوي او پر یادو هیوادونو ږغ کوي چي له سته فرصتونو د خپل پرمختګ لپاره کار واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون