د ازبکستان دبهرنیو چارو وزارت یوه دیپلومات فرقت صدیقوف ویلي، افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ او راکړي ورکړي پراخ فرصتونه لري نو له همدې امله دا هڅه کوي چي د درو واړو هیوادونو ګډ سوداګریز ګروپ رامنځ ته کړي.
دده په خبره په دې اړه یې لومړنۍ هڅي پیل کړي دي او موخه یې دا ده، چي د درو واړو هیوادونو ترمنځ سته ستونزي حل سي.
دده په خبره په پاکستان کي د چین سيپیک پروژه د ټولي سیمي لپاره مهمه ده نو افغانستان او ازبکستان ته هم په کار ده، چي له دغه ستر سوداګریز تحول سره ګام پر ګام مخ ته لاړ سي.
نوموړي ویلي ازبکستان به له یادو دواوړو هیوادونو سره په اړیکه کي سي او د سوداګرۍ په برخه کي د همکاریو پر سر به یوې پایلي ته ورسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون