طالبانو بادغیس کي پنځه امنیتي سرتیري وژلي

بادغیس کي د پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کي پنځه امنیتي سرتیري وژل سوي دي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ وویل، چي یاد برید نن سهار وختي د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په اړوندو کي سوی دی، چي له امله یې پنځه امنیتي سرتیري وژل سوي، درې تنه ټپیان او یو یې وسله والو طالبانو ژوندی له ځان سره بیولی دی.

هغه وویل چي برید یو ساعت دوام کړی دی او په پایله کي یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو ده ته یې کره شمېر مالوم نه و.

طالبانو بیا ویلي چي په یاد برید کي یې دوه پوستې له حکومتي ځواکونو نیولي او یو شمیر وسلي او مهمات یې هم لاسونو ته ورغلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...