بلجیم په افغانستان کي خپل ځواکونه ډیروي

د بلژيکي رسنیو د راپورونو له مخي ددغه هیواد ددفاع وزارت خپل پارلمان ته وړاندیز لېږلی او په هغه کي یې ویلی چي خپل ځواکونه به دوه نیم برابره ډیر کړي.

د بلجیم پارلمان هم دغه وړاندیز منلی دی او په افغانستان کي یې د خپلو سرتیرو د ډېرولو امر کړی دی.

بلژیکي رسنۍ وایي چي بلجیم اوس په افغانستان کي ۸۰ سرتیري لري چي ددې امر له مخي به یې شمیر ۲۲۰ کسانو ته لوړ سي.

دغه ځواکونه تر ډېره په مزار شریف ښار کې مېشت دي او هلته د ځانګړو افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز کې همکاري کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...