د فلسطیني حکومت یوه ویاند ویلي، امریکا د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړیوالي ادارې سره هغه مرستي درولي، چي د فلسطیني کډوالو د لاسنیوي په موخه کیدلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دوی د کډوالو په اداره کي د ستونزو له امله دغه مرستي ځنډولي دي.
یاد وزارت وایي، امریکا هر څه له نږدې څاري، خو پرېکړه یې کړي چي له فلسطیني کډوالو سره کېدونکي مرستي ودروي.
د کډوالو نړیوالي ادارې بیا ویلي، چي ددوی په چارو کي هېڅ راز ستونزه نسته او د امریکا مرستي یې تل، په لبنان او نورو سیمو کي اړو فلسطیني کډوالو ته رسولي دي.
امریکا تر دې وړاندي هم له فلسطین سره خپلي ځيني مرستي او همکارۍ ځنډولي دي.