د سوريې د دولت مخالف وسله وال وايي، چي د روسيې سره يې معامله کړې ده

په سوریه کې یاغیان وایي، له روسیې سره یې هغه معامله منلې چي له مخې یې دوی حمص ته نژدې له خپل کنټرول لاندې سیمو وزي.

حمص د سوریې درییم لوی ښار او د یاغیانو یو وروستی پیاوړی مرکز و.

دغه هوکړه پرون یوه روځ وروسته له هغه اعلان سوه چي د سوریې چارواکو او د حزب الله ملېشو وویل، چي یاغیان په سیمه کي تسلیم يوي او هلته به دولتي واکمني بیرته ټینګه سي.

دوی دغه راز ویلي وو، چي له یاغیانو یې د وسلو تسلیمولو غوښتنه هم کړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...