د تر هګرو په لیست کي شامل پاکستانی ملا حافظ سعید وايي، چي داعش د امریکا خطرناکه وسله ده

داعش د امریکا خطرناکه پروژه ده او غواړي د اسلامي نړۍ پر وړاندې یې وکاروي.

د ترهګرو په لېست کي شامل پاکستانی ملا، حافظ سعید وایي، امریکا په افغانستان کي ماته خوړلې ده، خو د خپلو ماتو پړه پر پاکستان اچوي.

هغه همدا راز ویلي، چي داعش ډله د امریکا خطرناکه وسله ده چي غواړي مسلمانان ورباندې تباه کړي.

نوموړي ویلي، که پاکستان غواړي چي کشمیر ازاد سي نو له ډېرو ستونزو به تېرېږي.

حافظ سعید همدا راز پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چي د امریکا او بهرنیانو تر ګټو، ددوی خبرو ته تر غوږ نیولو او ورته اقداماتو مخکي دي د خپل هېواد ګټو ته ارزښت ورکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...