د تاجکستان ولسمشر وایي، په افغانستان کي تل‌ پاتي سولي ته د رسیدو لپاره د روانو هڅو ملاتړ کوي

امام علي رحمن دغه څرګندونې پرون د تاجکستان د وسله‌والو ځواکونو د تأسیس د ۲۶ کلیزې په مراسمو کي وکړې.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخي رحمان په‌دې ټینګار وکړ چي تاجکستان د خپل ګاونډي، د افغانستان د دوست دولت او د نړیوالو د سولي د روانو هڅو تل کلک ملاتړ کړی دی.

د هغه په وینا هغه اقدامات چي د افغانستان د جګړې او سیاسي ستونزو د هواري سبب کېږي، د تاجکستان پر امنیت به هم مستقیم اغیز ولري.

امام علي رحمن زیاته کړه، د دې لپاره مهمه ده چي په افغانستان کي د یوې تل پاتې سولي د مسئلې د یقیني کولو او هم له دې هېواده د ترهګرې د مخنیوي لپاره، په سیمه‌ییزه کچه له نژدې همکاري وسي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...