د بنګله دېش ساحلي ساتونکي او چارواکي وايي، لږ تر لږه ١٢ تنه هغه وخت مړه او په لسګونو نور لادرکه سول، چي د روهنيګيا کډوالو يوه کښتۍ چي له برما څخه بنګله دېش ته روانه وه، په سيند کي نسکوره شوه.
د بنګله دېش د سرحدي ساتونکو يوه مقام عبدالجليل پرون دوشنبه وويل، تېره شپه د کښتۍ له نسکورېدو راهيسي ١٢ مړي ترلاسه سوي دي. ده وويل، په مړو کي ١٠ تنه ماشومان، يوه زړه ښځه او يو سړى شامل دي. چارواکي وايي، په دې کښتۍ کي نږدې ۱۰۰ کسان سپاره وو، چي د بنګله دېش او برما يا ميانمار پر پوله د نف په نوم سيند کي ډوبه سوه. پر برما په دغه هيواد کي چي اکثريت اوسېدونکي يې بودايان دي، د مسلمانانو په وړاندي د چلند له کبله نړيوال انتقادونه سوي دي.
د برما له راخين ايالت څخه تر څلور لکه ډېر روهينګيايان په وروستيو اوونيو کي بنګله دېش ته کډه سوي دي. پر دوى د روهنيګيا افراطي وسله والو تر حملو وروسته د پوځ له خوا فشارونه زيات سوي دي.