د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له سوریې سره د نښتي په لټه کي نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د روسیې له «ار ټي» ټلوېزیون سره د بشارالاسد د مرکې په غبرګون کي کړې چي د پنجشنبې په ورځ خپره سوه.

د سوریې ولسمشر، بشارالاسد په دې مرکه کې وویل، چې که چېرې امریکايي ځواکونه ژر له سوریې ونه وزي، د هغه د پوځ او امریکايي ځواکونو ترمنځ جګړه ممکنه ده.

بشارالاسد په دې مرکه کي ټینګار وکړ چي د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه «اس ډي اف» سره چي کردان یې رهبري او امریکا یې ملاتړ کوي، مذاکرو ته تیار دی.

د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه اوسمهال د هغه هېواد پرڅلورمه برخه واکمن دي.

کینو وویل، ټولي خواوې پوهېږي چي نوې جګړه به د هېڅ لوري لپاره ګټه ونه کړي او د زیاتي بدبختۍ سبب به سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...