د امريکا دفاع وزير وايي، هيواد يې بايد تر هغي له ايران سره پر سوي اټومي تړون ولاړ پاته سي، ترڅو چي ثابته سوې نه وي، چي ايران له توافق سره سم عمل نه کوي.
جېمز مټېس پرون سه شنبه، د امريکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وويل، که چيري وکولای سو تأييد کړو، چي ايران د ۲۰۱۵ ميلادي کال د اټومي تړون سره سم عمل کوي، نو په هغه صورت کي بايد له دې تړون سره واوسو.
د امريکا دفاع وزير دا څرګندوني په داسي حال کي کوي، چي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکټوبر د ۱۵مي نېټې هغه ټاکلي ضرب الاجل ته نږدې کيږي، چي د ايران لخوا د شوي اټومي تړون عملي کول به تأييدوي او يا به يې ردوي.
که چيري ولسمشر ټرمپ ونه سي کولای، چي د اکټوبر تر ۱۶مي نېټې دا مسئله روښانه کړي، هغه مهال به د امريکا کانګرس، چي د ټرمپ جمهوري غوښتونکي پکښي اکثريت دي، ۶۰ ورځي وخت ولري، چي پر ايران د بنديزونو د بيرته لګولو په اړه پرېکړه وکړي. دا بنديزونه دا مهال له ايران سره د شوي اټومي تړون پر بنسټ ځنډول سوي دي.