شیخ الطیب په متحده عربي اماراتو کي له پاپ فرانسس سره د لیدنې پر مهال وویل، چي د نړۍ ټول دینونه سپېڅلي دي او د ښېګڼې پیغام لېږدوي.
دده په خبره ترهګر او افراطي وسله وال د خدای پر پیغام تعرض کوي او د دینونو په بدنامولو پسي یې اخیستې ده.
دده په وینا د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته رسنیو او استخباراتي کړیو د اسلام پر ضد پراخ نشرات پيل کړ او هڅه يې وکړه د مسلمانانو بد انځور نړۍ ته وښيي.
هغه وویل، چي اسلام د مینې، ورورولۍ او حوصلې دین دی او له ټول بشریت سره پر ښه چلند ټینګار کوي.
پاپ فرانسس هم وویل، چي دینونه انسانان بشرپالني او مینې ته رابولي خو ترهګر ددغه ښکلي پيغام بدرنګول غواړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون