اسراییلي چارواکي وايي، په غبرګون کي یې د سوریې په خاوره کي د ایران مرکزونه په نښه کړي دي.
د اسراییل پوځ وايي، د سوریې پوځ د اسراییل دغو بریدونو ته په دافع هوا ځواکونو سره ځواب ویلی دی.
له بلي خوا هاارتص ورځپاڼه وايي، د اسراییل یوه اېف شپاړس الوتکه د دغه هېواد په شمال کي لوېدلې ده، خو دوه پيلوټان یې ژوندي پاته دي.
اسراییلي پوځ ویلي، چي د سوریې د ځواکونو په توغندیو د دوی الوتکه لوېدلې ده.
د اسراییل په شمالي سیمو په تېره د جولان لوړو کي د خطر زنګ وهل سوی دی.
د سیمي خلک وايي، د څو چاودنو ږغونه یې هم اورېدلي دي.
د الوتکې د لوېدو دلیل لا هم معلوم نه دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون