د آی ټي ایف تکواندو افغان ټیم هندوستان ته ولاړی.


د مسئولنیو په خبره د افغانستان د آی ټي ایف تکواندو ملي لوبډله د جنوبي آسیايي هیوادونو ترمنځ په لوبو کي د ګډون له پاره پرون د دوشنبې په ورځ هندوستان ته ولاړه
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، په دې سیالیو کي به ۱۴ افغان لوبغاړي ولوبیږي.
د دوی په خبره، یادو لوبغاړو د دوشنبې په ورځ د بدني روزني عمومي رئيس ډاکټر (حفیظ الله ولي رحیمي) سره د مخي ښې په مراسیمو کي وویل، چي هڅه به وکړي په دې سیالیو کي ښه وځلېږي.
بخلوا حفیظ الله ولي رحیمي هم دوی ته د ښه لوبېدو هیله وښوده.
د جنوبي آسیا آی ټي ایف تکواندو لوبي د (۸) هیوادونو ترمنځ سبا چهارشنبه پیلیږي او د راتلونکي جمعې په ورځ خلاصیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...