د مسئولینو په خبره د بایسکل ځغلوني افغان لوبغاړي د کرجستان هیواد د (۲۳۶) کیلو متره واټن په وهلو سره د یاد هیواد د مرکز او یو شمېر نورو ولایتو څخه تېر سوه او ترکيې ته ورسېده.
د بایسکل ځغلوني د افغان لوبغاړو دا سفر د حمل پر ۳۰مه نېټه د هرات څخه پيل سوی او اوس هم جریان لري.
دا لوبغاړي لومړی د ترکمنستان، دوهم آذربایجان او بیا د ګرجستان د خاورو څخه تیر سول او اوس تازه ترکیې ته رسېدلي دي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، د بایسکل ځغلوني دا افغان لوبغاړي به د ترکيې یو شمېر ښارونو ته هم سفرونه وکړي.
د دې افغان لوبغاړو د سفر هدف دا دئ، چي د لاجورد لاره په کومو هیوادونو کي تیره سوې ده، هغوی ته د سولي پيغام ورسوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون