د مسئولینو په خبره د کندهار په شاهي سنوکر کلب کي د روژې له پيله د سنوکر شپنی ټورنمینټ پيل سوی وو، چي برايي ماخستن په یو لړ خاصو مراسیمو سره پاي ته ورسېدی.
د دې سیالیو ترتیب کوونکي او د شاهي سنوکر کلب یو تن مسئول رحمت الله وايي، چي په دې سیالیو کي (۲۷) لوبغاړو د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو څخه ګډون کړی وو، چي جلات خان لومړی، رحمت الله دوهم او نادر بیا درېیم مقام وګټ.
د رحمت الله په خبره، په دې ټورنمنټ کي مقام ګټونکو لوبغاړو ته د کپونو ترڅنګ یو شمېر نغدي جایزې هم ورکول سوې.
د یاد مسئول په خبره، د دې سیالیو هدف د کندهار په سطحه د سنوکر لوبي غوره لوبغاړي موندل وه.
د یادولو وړ ده، چي د روژې له پيله د کندهار ښار په بېلابیلو سیمو کي د سنوکر تر څنګ د فوټبال، فوټسال او کرکیټ سیالۍ پيل سوي، چي اوس ئې هم لوبي په ښه ډول رواني دي او لیدلو ته ئې په زرګونو مینوال ورځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون