دفاع وزارت: چي یاسین ضیا د دې وزارت د لومړي مرستیال او ډګر جنرال بسم الله وزیري د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه ټاکل سوي دي

بسم الله وزیري تر دې مخکې د ځانګړو عملیاتو د قل اردو قوماندان و.

په هغه خبرپاڼه کي چي د سې شنبې په ناوخته دفاع وزارت خپره کړې، همداراز ویل سوي چي ډګر جنرال محمد شعیب په هوايي برخه کي د لوی درستیز د مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین چي مخکي د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان و، د هوايي قل اردو د قوماندان په توګه ټاکل سوي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کي په دې وزارت کي د څو نورو نویو ګمارنو خبر هم ورکړل سوی او ویل سوي دي چي دا کسان د دفاع وزارت د بېلابېلو وړاندیزونو او د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ټاکل سوي دي.

خبرپاڼه وايي چي د ځانګړو عملیاتو د قل اردو د قوماندانۍ مرستیال محمد حیدر نېک‌پی به د نوي قوماندان تر ټاکل کېدو پوري د دې قول اردو سرپرست قوماندان وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...