په کندهار کي نیال پلورونکي وايي، کورني تولیدات زیات سوي خو بازار نه لري

راپور: محمد یار مجروح

که څه هم د پسرلي د موسم له راتګ سره په کندهار کي د نیالګیو او ګل پلورنځي زیاتيږي خو د وروستیو اورښتونو له برکته يې  شمېر نور هم زیات سوی دی.

په دغه ولایت کي یو شمېر نیال اوګل پلورونکي وايي، که څه هم کورني تولیدات زیات سوي ، ګڼ  شمېر کسان د نیالګیو په روزلو بوخت دي خو د پخوا په څېر بازار نلري.

دوی له حکومته غواړي چي د بازار موندني په برخه کي ورسره همکاري وکړي.

بلخوا یو شمېر نیال پلورونکي وايي، د ورستیو اورښتونو له امله د نیالګیو بازار ښه سوی وي.

دوی همدارنګه وايي، تر دې وړاندي به ګلان او نیالګي له نورو هیوادونو څخه راوړل کېدل خو اوس هر ډول نیال او ګل د هیواد دننه کرل کیږي.

سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کي نژدې یونیم میلیون نیالګي کښېنول کیږي چي د مسؤلینو په خبره د ښار ښکلا به نوره هم رنګینه کړي.

که څه هم په کندهار کي هر کال سلګونه زره نیالګي کښېنول کیږي خو د نه پاملرني له امله يې ډيره برخه بیرته له منځه ځي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...