ښايي طالبان له راګرځیدو سره سم بیرته جګړې پیل کړي او واک ته د رسیدو کوښښ وکړي.
د چک جمهوریت ولسمشر ميلوس زیمن ویلي، ښايي طالبان بېرته په افغانستان کي قوت پیدا کړي او سیمي ته ګواښ جوړ کړي.
دده په خبره پړانګ تل پړانګ پاته کېږي، نو ځکه ددې تمه نه سي کېدای چي د طالبانو په راتګ سره دې جګړې ختمه سي.
هغه ویلي ښایي طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکه وساتي او په دې توګه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره جګړو ته زور ورکړي او د سیمي په ګډون ان د اروپا امنیت ته خطر متوجه کړي.
نوموړي داسي مهال دغه څرګندوني کړې، چي طالبانو له امریکا سره له ترهګرو ډلو د پرېکون ژمنه کړي او ویلي یې دي چي په افغانستان کي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کي همکاري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون