جېمز مټېس: د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي سرتېرو تلفات کم سوي دي

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کي د لومړي ځل لپاره افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه په دې هېواد کي د مخالفو وسلوالو خلاف په تهاجمي جګړه کي ښکېل دي او د تېر کال په مقايسه يې تلفات هم کم سوي دي.

د امريکا د دفاع وزير دا څرګندوني ددې هيواد د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې هغه ځانګړي غونډي ته وکړې، چي د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت په اړه جوړه سوې وه. دې کمېټې ته د امريکا د ټولو ځواکونو لوی درستيز هم د افغانستان پر وضعيت او د افغانستان په اړه د امريکا د نوي ستراتيژۍ په اړه معلومات ورکړل.

د امريکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته په وينا کي ددې هيواد د دفاع وزير جېمز ماټېس امريکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړ، چي د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتيژي د امريکا ددې اوږدې جګړې د ګتلو لپاره غوره لاره ده.

د امريکا دفاع وزير امريکايي سناتورانو ته وويل، چي په افغانستان اکثريت خلک د طالبانو ملاتړ نه کوي او د امريکا د نوي ستراتيژۍ اعلان دلته د خلکو پر روحيې ښه اغېز کړی دی. جېمز ماټېس له دې سره په يو وخت خبرداری ورکړ، چي له افغانستانه د امريکا وتل به يو لوی خطر وي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...