جيکلين د فلم کاميابېدو تر فشار لاندي راوستلې ده

شفيق صديقي

د جوړوا ۲ فلم د خپريدو تر مخه جيکلين فريننديز يو ډول وارخطا او تر فشار لاندي وه، هغه په دې خاطر چي د دوی دا ۳ ګوني فلم به ايا کاميابه کيږي او که يا؟ په باکس افيس کي به ډير کاروبار کوي او که يا؟ د دوی د مينوالو به دا فلم خوښيږي او که يا؟

دا هغه پوښتني وې، چي نوموړې يې تر فشار لاندي راوستلې وه او په تشويش کي وه، د يادي اداکاري دا تشويشونه بيخي پر ځای دي، ولي چي په روان کال کي په باليووډ کي چي هر فلم نندارې ته وړاندی سوی دی، د کاروبار مزه به يې بيخي کمه وه. حتا د جيکلين يو بل وروستی فلم اوو جينټل مين لا فلاپ سو او په باکس افيس کي ناکامه سو.

په اخره کي به دا هم درته ووايو، چي کله جيکلين د باليووډ د ستوري سلمان خان سره په کيک فلم کي يو ځای ولوبېدل نو تر پخوا يې په باليووډ کي قدر او ارزښت هم ډېر سو، بل دا چي په دې سره فلم هم پوره دلچسپه سوو. نو يو ځل بيا ډېر ژر به جيکلين او سلمان په رئيس ۳ فلم کي هم ووينو او دا به ډېر په زړه پوري وي، چي دا فلم به بيا ددې په شتون کي څنګه وي.

x

دا هم وګورئ

کنګنا رناوټ غواړي چي د خانانو سره دوستي وکړي

د بالیوډ سینما وتلي اداکاره کنګنا غواړي چي د  خانانو سره کار ته ادامه ورکړي، ...