عاليه بټ: پلار مي نه غواړي زما د فلمونو ډايرکټر سي

شفيق صديقي

عاليه بټ د باليووډ هغه کم عمره ښځينه اداکاره ده، چي په کم وخت کي يې ځان ددې سېنما د ټاپ او لوړو ښځينه اداکارانو په ليست کي ځای کي او د ډېر شهرت څښتنه ده.

ددې لياقت او بهتري اداکارۍ نوموړې د باليووډ د با استعداده لوبغاړو په کتار کي راوستلې ده. خو دا بيا بيخي بل ډول کيسه ده، چي د دومره مشهوره فلمي ستوري پلار نه غواړي، چي د خپل د لور د فلمونو ډايرکټر سي او ددې سره په دې فلم کي کار وکړي.

وامو ورېدل، چي د باليووډ تکړه ډايرکټر مهيش بټ د خپل لور په اړه څه وويل او څنګه نظر يې وو، نوموړی وايي، چي اوس په هيڅ صورت نه دی اماده چي د خپلي لور سره کار وکړي يا هغې ته د فلم مرکزي رول ورکړي، خو د شاغلي مهيش د خبرو څخه موږ دا واخيستل، چي عاليه په پوره توګه مشهوره او تکړه ده.

يعني که چيري يې لور يا دده سره يا هم د بل سره په فلم کي کار وکړي، کوم فرق نه لري، خو په تلو تلو کي يې دا هم اضافه کړل، چي په اينده کي به خامخا د خپلي لور سره يو ځای يو فلم جوړوي. هېره دي نه وي، چي ۲۴ کلنه عاليه بټ اوس د سيدارت ملهوترا سره د عاشقي ۳ فلم په جوړېدو اخته ده.

x

دا هم وګورئ

کنګنا رناوټ غواړي چي د خانانو سره دوستي وکړي

د بالیوډ سینما وتلي اداکاره کنګنا غواړي چي د  خانانو سره کار ته ادامه ورکړي، ...