بومي: نه غواړم د هيڅ فلمي اداکار خوا ور بده کړم

شفيق صديقي

بومي پيډنيکر د يو خبريال سوال ته خورا په مسلکي ډول او په داسي ډول سره  جواب ووايه، چي نه ددې کرکټر تر سوال لاندي سو او نه هم د چا ګوته ورته ونيول سول.

دا چي ۲۰۱۷ کال د څو غټو ستورو لپاره د کاروبار او د دوی د فلمو د کاميابه کېدو کال نه وو او يوازينی ددې او اکشې کمار ټايليټ ايک پريم کتا فلم و، چي تر اوسه يې ۱۰۰ کروړه پيسې ګټلي دي.

نو د خبريال سوال په دې ډول سره وو، چي دا کال د هندۍ سېنما د لويو ستورو سلمان خان ټيوب لايټ او د شاه روخان جب هري ميټ سيجل فلم په باليووډ کي بيخي کم رنګه وه او هيڅ ښه کاروبار يې نه درلود، نو دا چي ستا او د اکشې فلم تر دوی ټولو مخکي سو، نو ايا ستا په نظر اکشې تر دوی ټولو مخکي او واقعي فلمي ستوری دی،

دې وويل، چي هر اداکار ځان ته خاص مينه وال لري، د دوی د فلمونو کيسې فرق سره لري او پاته سوه هغه خبره، چي اکشې تر دوی مخ ته دی، که يا؟ د هغي خبري پر خوا لا هم نه ړل.. نو دا په دې معنی نه ده، چي بومي د سلمان او شاه روخان څخه بيريږي، ددې جواب په دې خاطر مسلکي وو، چي ياده اداکاره نه غواړي د يوه اداکار خوا ور بده کړي.

x

دا هم وګورئ

کنګنا رناوټ غواړي چي د خانانو سره دوستي وکړي

د بالیوډ سینما وتلي اداکاره کنګنا غواړي چي د  خانانو سره کار ته ادامه ورکړي، ...