د ايران د حکومت اړوند رسنيو داسي ويډيو خپره کړې ده، چي ددغه هېواد د پلازمېني تهران په ختيځ کي پر جواد الايمه مسجد د اور اچوونکو موادو بريد ښيي.
دغه رسنۍ د ويډيو په خپرولو سره ليکي: د ريسټارټ په نوم له شيطان پرستي ډلي اغېزمنو څو ځوانانو د مسجد د خولې لار ته په دغو موادو سره اور واچاوه، له دې مخکي د هغي ډلي ځيني غړو چي ځانونه ريسټارټ بولي دا ويډيو خپره کړې ده.
په ويډيو کي داسي ځوان ليدل کيږي، چي د مسجد مخ ته د ريسټارټ عبارت له ليکلو وروسته دروازي ته اور اچوي. دا ډله له هغو کسانو جوړه سوې ده، چي د ايران د حکومتي رسنۍ صدا و سيما د پخواني وياند محمد حسيني له انټرنيټي بلني وروسته د بانکونو په ګډون پر عمومي ودانيو بريدونه کوي.
دې کسانو تراوسه په خواله رسنيو کي د خپلو هڅو يو شمېر ويډيوګاني خپري کړي دي. د صدا و سيما اړوند د ځوان خبريالانو کلب د تهران د امنيه قومندان حسين رحيمي له قوله ليکلي دي، د جواد الايمه مسجد ته اور اچول لکه څو ورځي مخکي پر بانکونو بريد ته ورته و او له خواله رسنيو اغېزمنو څو ځوانانو دا کار کړی دی. محمد حسيني د بلني موخه د ايران له حکومت سره مقابله بللې ده. هغه تر ۱۳۸۴ کال د ايران د دولتي رسنۍ وياند و او وروسته له هېواده وايستل سو.