بلوڅ مشر: پاکستان؛ د افغانستان، هند او بلوچستان پر ضد له ترهګرۍ استفاده کوي

د بلوڅانو د ازادۍ د غورځنګ یوه مشر خلیل بلوڅ په خپله یوه مرکه کي ویلي، پاکستان له ترهګرو نه یوازې د خپلو ګاونډیانو پر ضد استفاده کوي، ددې تر څنګ یې له دغه پدیدې د بهرني سیاست وسیله جوړه کړې ده.
د خلیل بلوڅ په وینا پاکستان که غواړي له کوم هیواد انتقام واخلي، امتیاز واخلي او یا ځان ورته نږدې کړي نو ددې هر کار لپاره له ترهګرۍ استفاده کوي.
نوموړي ویلي د پاکستان غیر قانوني او له وحشت ډکو کړنو په ټوله سیمه کي نا امنۍ رامنځ ته کړې دي او کلونه کیږي په خونړیو جګړو یې د میلیونونه انسانانو ژوند تریخ کړی دی.
هغه په هند او افغانستان کي هر ډول بریدونه د پاکستان کار ګڼي او وایي، ددغه هېواد حکومت نه یوازې د ګاونډیانو بلکي د خپلو وګړو پر ضد هم له ترهګرۍ او افراطیت کار اخلي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...