د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ جمهوري پال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ايالتونه د دريم نړيوال جنګ لارې ته ورسوي.
ښاغلي کروکر زياتوي، ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي او په سپينه ماڼۍ کي کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي. د خپل ګوندي ملګري له خوا د امريکا پر ولسمشر د نيوکو لپاره له دا ډول ادبياتو کار اخيستل بې مخينې بلل کيږي.
د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ مشر له ايران سره د اټومي تړون د خونديتوب ملاتړي بلل کيږي او د دغه تړون پرضد د ولسمشر ټرمپ د هڅو مخالف دي. بارک کروکر په وروستۍ مرکه کي ټينګار کوي چي د ولسمشر چلند اندېښمن کړي او زياتوي، ښاغلي ټرمپ داسې اېسي چي دې ته پام نه کوي پر نړۍ په تېره هغو سيمو چي په تړاو يې غږېږي د ده خبرې څومره اغېز لري.
د نوموړي په خبره، ډونلډ ټرمپ په شمالي کوريا په پرلپسې لفظي بريدونو سره خپل هېواد د نړيوالي جګړې په لار کي دروي. ښاغلي ټرمپ د تېري يکشنبې په ورځ په خپل ټويټ کي پر باب کروکر سخته نيوکه کړې او هغه يې “له ايران سره د بد تړون” مسوول بللی دی.