ایټالیا: په دي هیواد کي نن د نوي پارلمان لپاره رایه اچونه ترسره کیږي

د ایټالیا اوسیدونکي نن د نوي پارلمان د جوړیدو لپاره د رایه اچوني په پروسه کي ګډون کوي، خو ټول ګوندونو او ائتلافونه هڅه کوي چي نوی حکومت جوړ کړي. ۸۱ کلن برلوسګوني چې د مالیو د درغلۍ له امله نه‎ سي کولای چي د صدراعظمې چوکۍ مخ ته یوسي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، چې نوموړی به د راتلونکي حکومت په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

برلوسګوني د صدراعظم په توګه د اروپا د پارلمان د مشر انتونیو تاجاني د نومونې ملاتړ کړی دی.

د تاجاني په وړاندي د ۴۳ کلن ماتیو سلویني ښې اړخی ائتلاف او د ایټالیا برلاسی مرکزي ښې اړخی بلاک کاندیدان د صدراعظمي چوکۍ د ګټلو لپاره سره سیالي کوي.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...