ایران وايي، چي افغانستان او د سیمي هېوادونو ته د برېښنا په صادراتو کي ډېروالی راولي

د ایران د برېښنا چارو مسٔوولینو ویلي، چي تېر کال یې افغانستان او عراق ته د برېښنا په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی و.

د سرچینې په وینا په دې سره ایران په یوه کال کې عراق او افغانستان ته د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت برېښنا صادره کړې وه.

د ایراني چارواکو په وینا د روان کال د پلانونو له مخي به دغه شمېره ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته ورسول سي.

ایران همدا راز ویلي، چې د برېښنا پر صادراتو یې تمرکز ډېر کړی دی او په نږدې راتلونکې به د سیمې نورو هغو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي چې برېښنا ته اړتیا لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...