د امريکا د لويي وچي په کاسټاريکا، نيکاراګوا او هندوراس کي توپان شاوخوا ۲۰ کسان وژلي، زرګونه کورونه يې ړنګ کړي او اوس يې د متحده ايالتونو په لور يون کړي دي.
“نيټ” توپان زرګونه کورونه نړولي او له وېري يې د مرکزي امريکا په هېوادونو کي بېړنی وضعيت اعلان شوی دی. له “نېټ” توپان سره په شېبو باران مل دی، چي له امله يې د ځمکي ښويېدني پېښي رامنځ ته شوي او (سېلابونه) هم راوتلي دي.
د توپان له امله په کاسټاريکا هېواد کي د ناپاکو اوبو ويالي بندي شوي، زرګونه خلک چي کورونه يې ړنګ شوي، دمګړۍ په شپه غالو کي دېره شوي دي. په دغه هېواد کي تر دا مهاله د توپان له امله د ۶ کسانو د مړيني خبر ورکړل شوی، په نيکاراګوا کي بيا د ۱۱ کسانو مړينه تاييد شوې او هندوراس هېواد کي تراوسه چارواکو د درې کسانو د مړيني خبره کړې ده.
په کاسټاريکا کي له ۵۰۰۰ ډېر کسان بې کوره شوي دي. د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی او د الوتکو ناستي-پاستي ته اجازه نه ورکول کيږي. د سيلانيانو ځانګړي سيل ځايونه هم تړل شوي دي. د هوا پېژندونکو اټکل دی، توپان چي د شمال پر لوري به حرکت وکړي، د تګ پرمهال به لاچټک او ډېر ورانی به په پېښ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون