ازبکستان د افغانستان د صادراتي توکو لېږد ته (کارګو-زون) جوړ کړ

ازبکستان بهر ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد لپاره، ددغه هيواد د ترمز په هوايي ډګر کي کارګو زون جوړ کړی دی.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي رسنيو ته وويل، چي ياد کارګو زون د صادراتي توکو لپاره په معيارونو برابري سړې خوني او ګدامونه لري. د نوموړي په خبره، افغان صادراتي توکي به له دغه ځايه د ريل پټلۍ او هوا له لاري، نورو هيوادونو ته صادريږي.

ښاغلي قوقندي وويل، چي له دغه کارګو زون څخه به د افغانستان صادراتي توکي پر خپل وخت اسيايي هيوادونو، روسيې او چين ته صادريږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...