آيا زړه حافظه لري؟

لیکوال: وصي ابهام

په ټولیز ډول زمونږ په خلکو کې دا محاوره ډېره زیاته استعمالیږي چې “زړه مې خوشاله شو، زړه مې خپه دی، زړه مې مات شو، ډېر بې زړه سړی يې، زړور سړی يې، زړه می غواړي چي فلانی کاروکړم” یا که چېرته کوم څوک ډېر زیات وډار شي نو وايي چې لږ پاتې وو زړه مې کار پرېښې وای.
که پورته خبرې وګورو په ټولو کې زړه د احساساتو مرکز ګڼل شوی دی، همدارنګه د احساساتو نسبت هم تر ډېره زړه ته کيږي لکه زښت مهربانه زړه لرې، له زړه نه درته غوسه دی او دې ته ورته نور ډول ډول احساسات په زړه پورې تړاو ورکوو.
په قرانکریم، احادیثو او نورو دیني کتابونو کې هم زړه د عقل او ایمان مرکز ګڼل شوی دی. اللهج په قرانکریم کې فرمايي:
وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً. (جاثیه: ۲۳)
ژباړه: اودهغه پرغوږو اوزړه باندي يې مهرلګولی دی اوپرسترګو يې پرده وراچولې ده.
دلته خبره د زړه په ادراک او حس کولو پورې مربوطیږي الله جل جلاله دکفارو حالت موږته بیانوي چي لومړی دوی هیڅ نه اوري، یعني داسلام حقه لاره په هیڅ ډول سره نه حس کوي، او پر زړونو باندې مهر لګیدلی چي هیڅ ادراک نشي کولای چي دا حق دی اوکه باطل، او پرسترګويې پردې لګيدلي دي اوهیڅ شی نه ویني.
په بل ځای کې فرمايي: فِي قُلُوبِهِم مَرَضٌ فَزَادَهُم اللَّهُ مَرَضًا. (البقره: ۱۰)
ژباړه: ددوی په زړونو کي یوه ناروغي ده چي الله لاپسي زیاته کړه۔
په دې ایات کې بیا دزړه ارزښت بیان شوی دی چي ددې کفارو په زړونو کي ناروغی ده، یعني چي کله ددوی زړونه ناروغه شول نو له دوی څخه مستقیمه لاره ورکه شوله او ګمراهان شول، که وګورو په نورو دیني کتابونو کې د مسلمانانو زړونو ته روغ زړونه ویل شوي دي او په دې ایات مبارک کې د کفارو زړونه ناروغ ګڼل شوي دي د زړه له ناروغۍ نه مطلب د زړه اصلي یا بیولوژیکي ناروغي نده؛ بلکې معناداده چي هغه پوهه، ذهنیت او ذکاوت چي زړه لري دهغه څخه کارنه دی اخیستل شوی.
که پورته ایات مبارک ته ورګورو حس، ذهنیت، ذکاوت په زړه پورې مربوط شو چې مونږ دا کار په عام ډول د دماغو کار بولو.
د پېغمبر اکرم ص په احادیثو کې هم تر ډېره په زړه باندې تاکید کیږي. لکه د یو حدیث شریف مفهوم دی چې: “ستاسې په بدن کې د غوښې يوه کوچنۍ ټوټه ده، که دا فاسده شوه. ټول بدن دې فاسد دی”.
په پورته حدیث کې د اعمالو ښه والی اوبد والی په زړه پورې مربوط شو یعنې ښه او بد اعمال په زړه پورې تړلي دي.
کله چې جبراءیل ع له پېغمبر ص نه د ایمان په اړه پوښتنه وکړه نو پېغمبر اکرم ص ورته وفرمایل چې په ژبه اقرار او په زړه تصدیق کولو ته ایمان ویل کیږي، که ځير شو نو دلته د ایمان د تایيد وظیفه د دماغو پر ځای زړه ته سپارل شوې ده یعنې شعور او عقل یې په زړه پورې وتړل.
کله چې د نفس د تزکیې خبره کیږي نو هم زړه ته اهمیت ورکول کيږي، د تصوف د نقشبندیه ډلې د لارویانو شعار هم دادی چې “دست به کار، دل به يار”. دوی وايي زړه د خدای په ذکر جاري کېږي.
له دې را وروسته که نني ساینس ته راشو نو تر ډېره به ووینو چې په زړه تاثیر کونکي عوامل په دماغو او حافظه هم تاثیر کوي:
لکه د طب څېړنو وښودله چې شکره او د زړه ناروغي هم حافظه ډيره کمزوري کوي او موږ کولاى شو چي د يو لړ کيمياوي درملو په واسطه باندي نوموړي ناروغي کنټرول کړو او د خپل دماغ حجرات سالم وساتو.
یا د طب په تازه څېړنو کې چې د حافظې د زوال په اړه ترسره شوې وې معلومه شوه چې هرڅومره دانسان زړه روغ وي، دماغ به یې هم روغ وي او دحافظې د زوال د خطر نه به بچ وي.
همدارنګه د امریکا دمشیګن ایالت په پوهنتون کې څېړونکو دا معلومه کړې چې هر هغه شی چې د انسان زړه ته ګټه ولري لکه فزیکي حرکتونه او ښه خواړه هغه دانسان ذهن او دماغو ته هم ګټه لري.
که پورته خبرو ته وګورو نو دا راته څرګندیږي چې زړه یواځې وینه نه پمپ کوي بلکې د احساساتو، عقل او عواطفو مرکز هم دی، پوښتنه دلته ده چې زړه څنګه عواطف لري؟ زړه حافظه لري؟ څنګه ښه او بد احساسوي؟ ولې د عقل مرکز ګڼل شوی دی.
که ټول ساینس قرانکریم ندی نو قران تر ډیره ساینسي اعجاز لري او د اوسني ساینس زیاتې څېړنې له قرانکریم سره یو شان دي، کومه خبره چې اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکې کړې ده ساینس یې اوس په ثبوت رسوي. د زړه په اړه هم نوو څېړنو د ساینس پخوانیو نظرونو ته بدلون ورکړ.
تر۱۹۷۰میلادي کاله پورې ساینس پوهان په دې باور وو چې یواځې دماغ زړه ته احکام ورکوي او زړه یې عملی کوي، مګر وروسته دامریکا د اوهایو(Ohio) دفیلس ريسرچ انسټیټوټ (Fels Research Institute) دووساینس پوهانو، جانلیسي (John Lacey) اودده میرمن بیټرسلیسي (Beatrice Lacey) یوه هيښونکې اختراع وکړه او دا ئې ثابته کړله چې د دماغ او د زړه په مینځ کې دوه طرفه رابطه (Tow Way Communication) شتون لري، او مطلب يې دادی چې کله زړه دماغ ته حکم ورکوي او کله بیا دماغ زړه ته امرکوي؛ همداخبره دامریکا په یوه مشهوره جریده د امریکن سایکالوجیسټ (American Psychologist) په۱۹۷۸کال کې داسې راغلې وه:Tow way communication between the heart and the brain
د زړه او دماغ ترمینځ دوه طرفه رابطه
د امریکا یو ساینسپوه ډاکټررولن میکریټی (Dr. Rollin Mccraty) چې د جانلیسی او بیټریس لیسی پرڅېړونو باندې یې رڼا اچوله په خپل یوکتاب چي
(Heart Brain Neurodynamics: The Marking of Emotion) نومیږي او په۲۰۰۳کې په کالفورنیا کې چاپ شو داسې لیکي:
ددوی د څېړنو مطابق چي زړه خپل ځانته منطق لري، ډېری وختونه داسې کيږي چې زړه د دماغ دحکم او هدایت نه بل لورته روان وي چې ددې چاڼ داسې دی چې دانسان زړه ددماغ په بڼه سره کارکوي، اوخپل دماغ لري.
خو تر ټولو هیښونکی کار هغه وو چې ډاکټرجې انډریو ارمر(Dr. J. Andrew Armour M. D. Ph.D.) تر سره کړ،د لومړي ځل لپاره دکاناډا یوساینسپوه ډاکټرجې انډریو ارمر(Dr. J. Andrew Armour M. D. Ph.D.) د طب د یوې نوې څانګې بنسټ کېښود چې دانسان دزړه اعصابی سیستم (Neuroradiology) په نوم یادیږي، ډاکټرارمر زیاته کړه چې دانسان په زړه کې یوکوچنی دماغ شتون لري او ده دا اصطلاح ورته وکاروله:A little brain in the Heart
ده دخپلو تجربو په پایلو کې وویل چې په زړه کې (۴۰۰۰۰) اعصابي ژونکې (حجرې) (Nerve Cells) شتون لري، او داهغه حجرې دي چې دماغ ورڅخه جوړشویدی، چې دا په دې اندازه اعصابي حجرې په زړه کي داثابته وي چې زړه خپل دماغ لري او بل دماغ ته اړتیا نلري.
دا کټر ارمر د خپلې څېړنې په پایله کې دا هم څرګنده کړه چې په دې دماغ کي یوه کوچنۍ حافظه هم شته چې ورته (Short Term Memory) وایي، دزړه دضربان لپاره لوی دماغ ته کومه اړتیا نشته، اوهمدا وجه ده چې کله موږ یوناروغ ته زړه لګوو اوحال داچې د اعصابو ټولې رېشتې پرې شوي وي خو بیاهم دزړه ضربان جریان لري، چې اوس موږ ورباندې پوه شو چې زړه خپل ځانته بېل اعصابي سیستم لري او دهغه سیستم په مټ سره هرڅه کوي.
په پایله کې دا معلومه شوه چې زړه ځانته دماغ او حافظه لري او له دماغو سره د متقابلې اړیکې په شتون کې دبدن حرکات کنټرولوي.

په پورته مقاله کې مې له لاندې ماخذونو څخه ګټه اخستې ده:
۱٫ قرانکریم
۲٫ ۲۰۱۷/۶/۷لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي/زړه د بدن بادشاه دی/http://yaraan.com
۳٫ مرغومی۱۱, ۱۳۹۵/روغتیا انټرنیټي مجله/https://www.pashtovoa.com
۴٫ جولای ۱۳, ۲۰۱۵/دنجیب ننګیال لیکنه /زړه که دماغ؟ http://lomretob.com/
۵٫ March 16, 2015/لیکنه: استاذعبدالغفارجبیر/اسلاماوساينس /http://www.taleemulislam-radio.com
۶٫ شینواری، ډاکتر محمد ابراهیم.(۱۳۹۴ل). د ژوند روغتیايي لارې.دانش خپرندویه ټولنه، کابل
۷٫ صفا، مصطفی.( ۱۳۹۶).ارواپوهنه د ټولو لپاره. مستقبل خپرندویه ټولنه، کابل

x

دا هم وګورئ

د شاتو مهمي ګټي

لیکنه: ایمل مړوند پوستکی ښایسته کوي روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د ...