Tag Archives: پوځي عمليات

کندز: د وسله والو طالبانو مهم پټنځايونه له منځه وړل سوي دي

خبريال: نور ګل (اندړوال) په کندزکي روان چاڼيز عمليات دامام صاحب او ګل تپې ولسواليو ته وغځېدل. د پوځ چارواکي وايي، چي د شپنيو عملياتو پرمهال يې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی يوه اندازه وسلې، وسايط او مهم مرچلونه يې له منځه وړي دي. هاخوا طالب وياند بيا مقابل لوري ته د شپږو سرتيرو ...

Read More »

بلخ: البرز عملياتو کي لسګونه طالب وسله وال وژل سوي دي

په بلخ کي د البرز ۱۱ تصفيوي عملياتو په ترڅ کي لسګونه طالب وسله وال وژل شوي او ۲۵ تنه ټپيان دي. په شمال زون کي د شاهين قول اردو چارواکي وايي چي د البرز ۱۱ پوځي عملياتو په ترځ کي چي له يوې نيمې اوونۍ راهيسې د بلخ ولايت په چتمال ولسوالۍ کي دوام لري، ۴۵ طالب وسله وال ...

Read More »

وزيري: تر ګواښ لاندي سيمو لپاره منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي

دفاع وزارت وايي، هغه سيمي چي د طالبانو له حضوره پاکيږي او يا هم تر ګواښ لاندي دي، د دايمي امنيت او ساتني لپاره يې منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيوته وويل، تر راتلونکو دوو مياشتو پوري به سرحدي او د عامه نظم پوليس له دفاع وزارت سره يوځای کيږي او دغو ...

Read More »

درانی: د غورک د بشپړي تصفيې په موخه چاڼيز عمليات پيل شوي دي

چارواکي وايي، چي په غورک ولسوالۍ کي د پيل شوو عملياتو په ترڅ کي لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. څو مياشتي مخکي داسي راپورونه ورکړل شوي وو، چي وسله والو طالبانو د غورک ولسوالۍ نيولې ده، خو امنيه قومانداني وايي، چي وسله والو طالبانو هېڅکله د ولسوالۍ مرکز نه و نيولى، بلکي ځيني سيمي يې نيولي ...

Read More »

کندهار: په بېلابېلو نظامي عملياتو کي ۲۰ وسله وال مخالفين وژل سوي دي

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د جنوبي حوزې په کچه په عملياتو کي د ۲۰وسله والو د وژلو خبر ورکوي. له دغه نظامي مرکز څخه هيواد ټلويزيون ته په را استول سوي خبر پاڼه کي ويل سوي، چي دغه عمليات د کندهار د يو شمير ولسواليو تر څنګ د زابل په شاه ...

Read More »

د نادعلي او مارجې د تصفيه کولو په موخه پوځي عمليات پيل شوي دي

د هلمند چارواکي وايي، چي د دې ولايت په ناامنه سيمو کي د وسله والو مخالفينو د ځپلو په مقصد، د افغان ګډو ځواکونو له خوا پوځي عمليات پيل شوي دي. د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په يو بيان کي وايي، چي دا عمليات به د نادعلي او مارجې ولسواليو تر بشپړي تصفيې پوري روان وي او همداراز د ...

Read More »

ملي دفاع وزارت: د پوځي عملياتو پرمهال ۶۵ مخالفين وژل سوي دي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کي د پوځي عملياتو په نتيجه کي ٦٥ دولت ضد وسله وال وژل سوي دي. دغه وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي، چي دغه چاڼيز او خاص پوځي عمليات په ١٣ ولايتونو کي ترسره سوي دي، چي په نتيجه کي يې ٤٦ تنه نور وسله وال ټپيان سوي ...

Read More »