ولسمشر يو ځل بيا ويلي، چي خلک له مخابراتي خدمتونو خوښ نه دي او د دغو خدمتونو پر ښه والي او چټکتيا يې ټينګار کړي. له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کي هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندي ...
Read More »ولسمشر: ترهګري ډلي د انسان وژني پرته بله لاسته راوړنه نه لري
ولسمشر اشرف غني د کندهار د ميوند په ځانمرګي بريد کي د وژل شوو لسګونو سرتېرو په غبرګون کي ويلي، چي د دغو کړنو ترسره کوونکي له جنايت، وحشت او انسان وژني پرته کومه لاسته راوړنه نه لري او د نابودۍ په حال کي دي. په ميوند ولسوالۍ کي تېره اوونۍ د طالبانو د ځانمرګي بريد له امله د ملي ...
Read More »باب کروکر: ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي
د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ جمهوري پال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ايالتونه د دريم نړيوال جنګ لارې ته ورسوي. ښاغلي کروکر زياتوي، ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي او په سپينه ماڼۍ کي کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي. د خپل ...
Read More »پاکستان ته د ولسمشر سفر د مشرانو جرګې له غبرګون سره مخ سوی دی
پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني احتمالي سفر، د مشرانو جرګې د ځينو غړو له غبرګون سره مخ سوی دی. ددغ جرګې يو شمېر غړو تېره يکشنبه د جرګې په عمومي غونډه کي وويل، پاکستان اوس هڅه کوي، چي ځان د نړيوالي ټولني له فشارونه ګوښه کړي، خو افغان حکومت ته پکار ده، چي په دغه حساس وخت کي، د ...
Read More »د اسټراليا ګورنر جنرال: اسټراليا د افغان کرکټ پياوړتيا ته ژمنه ده
ولسمشر غني وايي، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د متحد ايالتونو ستراتيژي داسي فرصتونه برابر کړي دي، چي له هغو څخه بايد په اغېزمن ډول استفاده وشي. ولسمشر اشرف غني د اسټراليا له ګورنر جنرال پيتر کاسګروف سره تېره پنجشنبه په ارګ کي د ليدني پر مهال دا خبره وکړه. د اسټراليا ګورنر جنرال د امريکا د ...
Read More »اسيا پراختيايي بانک د افغانستان د عام المنفعه پروژو په رغولو کي همکاري کوي
افغانستان له اسيايي پراختيايي بانک څخه غوښتي دي، چي په افغانستان کي د اوبو د بندونو او نورو عام المنفعه پروژو د رغوني په برخو کي مرسته وکړي. ارګ په يوه خبرپاڼه کي وايي، ولسمشر اشرف غني تېره پنجشنبه د اسيايي پراختيايي بانک له مرستيال مشر وينکاي ژانګ سره په کتنه کي غوښتنه وکړه، چي اسيايي بانک به د اوبو ...
Read More »ولسمشر: د پرانېستي حکومتوالۍ په اساس بايد خلک له شفافيته ډاډمن واوسي
افغان ولسمشر اشرف غني، دا څرګندوني تېره سه شنبه د پرانېستي حکومتوالۍ د مشارکت غونډه کي په کابل کي وکړې او زياته يې کړه، پرانېستې حکومتوالي په عامه ژبه داده، چي خلک پوه سي، چي پيسې يې چيري مصرفېږي او يا څوک او ولي مقررېږي، هر وزارت مجبور دی، چي د خپلي مقررۍ ټول سيسټم د خلکو په واک کي ...
Read More »ولسمشر د جهادي او سياسي مشرانو سره د مشورتي غونډو لړۍ پيل کړه
ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني کابل ته د پاکستان د پوځ د لوي درستيز د سفر په اړه، د افغانستان له جهادي او سياسي مشرانو سره د مشورتي غونډو لړۍ پيل کړه. له ارګ څخه يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي ولسمشر اشرف غني پرون سه شنبه په ارګ کي د سياسي او جهادي مشرانو يوې غونډي ته کابل ته ...
Read More »