د امريکا حکومت سعودي عربستان ته د بالستيک توغنديو ضد “تاد” سيسټم په ورکولو هوکړه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به د دغه سيسټم په مقابل کي واشنګټن ته ۱۵ ميليارد ډالر ورکوي. ددغه سيسټم نصبولو هدف د امريکا د ملي امنيت او د بهرني سياست د ګټو خونديتوب ښودل شوی. ياد وزارت وايي، ...
Read More »د بنګله دېش په ساحلي سيمو کي د برمايي مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې ده
د بنګله دېش ساحلي ساتونکي او چارواکي وايي، لږ تر لږه ١٢ تنه هغه وخت مړه او په لسګونو نور لادرکه سول، چي د روهنيګيا کډوالو يوه کښتۍ چي له برما څخه بنګله دېش ته روانه وه، په سيند کي نسکوره شوه. د بنګله دېش د سرحدي ساتونکو يوه مقام عبدالجليل پرون دوشنبه وويل، تېره شپه د کښتۍ له نسکورېدو ...
Read More »پاکستان: د نواز شريف زوم د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو
د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف زوم په پاکستان کي د فساد ضد چارواکو لخوا، د فساد د دوسيو په تړاو ونيول سو. د کابينې غړي طلال چوهدري وويل، محمد صفدر پرون دوشنبه سهار له لندنه د اسلام اباد هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، ونيول شو. صفدر څو ساعته مخکي تر دې، چي دی او مېرمن يې، ...
Read More »پنټاګون: افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو لپاره زيات لګښت ته اړتيا ده
پنټاګون وايي، د هغو زرګونو اضافي سرتېرو لپاره چي د امريکا ولسمشر د افغانستان د جګړې لپاره په پام کي نيولي دي، په يوه کال کي تر يو ميليارد ډالرو ډېر لګښت ته اړتيا لري. د امريکا لوړ پوړو پوځي مشرانو ددغه هيواد د استازو جرګې ته وويل، د هغو سرتېرو چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر په سپارښتنه ...
Read More »د امريکا دفاع وزير: ايران بايد د اټومي تړون سره سم عمل وکړي
د امريکا دفاع وزير وايي، هيواد يې بايد تر هغي له ايران سره پر سوي اټومي تړون ولاړ پاته سي، ترڅو چي ثابته سوې نه وي، چي ايران له توافق سره سم عمل نه کوي. جېمز مټېس پرون سه شنبه، د امريکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو کمېټې ته وويل، که چيري وکولای سو تأييد کړو، چي ايران ...
Read More »تاجکستان کي د اداري فساد پرضد مبارزه ګړندۍ سوې ده
په تاجکستان کي د اداري فساد پر ضد اداره وايي، چي د دې هيواد د حکومت يو لوړ پوړی چارواکی يې د ۴۹۰ زرو ډالرو د رشوت اخيستو پر مهال نيولی دی. دې ادارې پرون سه شنبه وويل، چي د تاجکستان د اقتصادي پراختيا د وزارت د پانګوني رئيس نور علي زاده، هغه مهال ونيول سو، چي په يوه رسټورانټ ...
Read More »ډنفورډ: کابل ته د پاکستان د لوی درستيز وروستی سفر هڅوونکی دی
د امريکا د پوځ لوی درستير جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (ای-ايس-ای) او ترهګرو ډلو ترمنځ اړيکي موجودي دي. نوموړي دا خبره پرون سه شنبه د امريکا د سنا مجلس د وسلهوالو خدمتونو په کمېټه کي وکړه. جنرال جوزيف ډنفورډ، چي د امريکا ددفاع وزير سرهيې په ګډه د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت ...
Read More »پاکستان: نواز شريف بياځلي د حاکم (مسلم ليګ) ګوند رئيس وټاکل سو
د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشريف يو ځل بيا د پاکستان د حاکم ګوند مسلم ليګ رئيس وټاکل سو. هغه د پاکستان د ستري محکمې له خوا د جولای پر اته ويشتمه له صدراعظمۍ لېري کړای شوی وو. د مسلم ليګ د رئيس په توګه نوازشريف يو ځل بيا وروسته له هغه ددغه ګوند په مقر کي انتخاب سو، چي پارلمان ...
Read More »د امريکا بهرنيو چارو وزارت په کيوبا کي د خپلو مامورينو شمېر کموي
دا پرېکړه تر يو لړ مشکوکو او مرموزو پېښو وروسته وشوه، چي د سفارت لږ تر لږه يويشت تنه کارکوونکي يې له امله زخميان شول. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره اوونۍ ويلي وه، چي د کيوبا په پلازمېنه هاوانا کي د امريکا سفارت به پرانيستی پاته شي او عاجل کارونه به سرته رسوي، خو د عادي وېزو ...
Read More »روسيه او شمالي کوريا به روان کړکېچ په سوله ييز ډول حل کړي
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، مسکو تيار دی، چي د شمالي کوريا سره ګډ کار وکړي، څو د هغه هيواد د اټمي پروګرام او د مزايلو جوړولو پروګرام له امله روان کړکيچ په سوله ييز ډول پای ته ورسېږي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ دا وينا، په هغه خبرپاڼه کي کړې ده، چي د روسيې ...
Read More »