خبريال: نور ګل (اندړوال) په کندزکي روان چاڼيز عمليات دامام صاحب او ګل تپې ولسواليو ته وغځېدل. د پوځ چارواکي وايي، چي د شپنيو عملياتو پرمهال يې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی يوه اندازه وسلې، وسايط او مهم مرچلونه يې له منځه وړي دي. هاخوا طالب وياند بيا مقابل لوري ته د شپږو سرتيرو ...
Read More »ننګرهار: خوګياڼو کي د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه سوې ده
د ننګرهار چارواکي وايي، چي د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کي د داعش ډلي او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کي ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چي په تنګي سيمه کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د دواړو ډلو ترمنځ نښتي سوي، چي په ترڅ کي يې د داعش ۶ ...
Read More »وزيري: تر ګواښ لاندي سيمو لپاره منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي
دفاع وزارت وايي، هغه سيمي چي د طالبانو له حضوره پاکيږي او يا هم تر ګواښ لاندي دي، د دايمي امنيت او ساتني لپاره يې منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيوته وويل، تر راتلونکو دوو مياشتو پوري به سرحدي او د عامه نظم پوليس له دفاع وزارت سره يوځای کيږي او دغو ...
Read More »د سرپل په صياد ولسوالۍ کي څو دولتي پوستو سقوط کړی دی
راپورونه وايي، چي د سرپل د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کي څو دولتي پوستې د طالبانو له خوا نيول سوي دي. د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله دستيار د دې پوستو د سقوط لامل، د افغان امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ ياد کړی دى. د سرپل د امنيه قوماندان په وينا، په دې نښته کي د امنيتي ځواکونو ...
Read More »پکتيا: د هوايي بريدونو په پايله کي ۱۵ وسله وال طالبان وژل سوي دي
د پکتيا په دوو ولسواليو کي د هوايي بريدونو له امله ١٥ وسله وال طالبان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي. د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال کمين شينواري رسنيو ته وويل چي تېره چهارشنبه د شپې بهرنيو ځواکونو ددې ولسوالۍ په بوکر سيمه کي هوايي بريدونه کړي دي. هغه وايي، چي په دغو بريدونو کي ١١ وسله ...
Read More »ملي دفاع وزارت: د پوځي عملياتو پرمهال ۶۵ مخالفين وژل سوي دي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کي د پوځي عملياتو په نتيجه کي ٦٥ دولت ضد وسله وال وژل سوي دي. دغه وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي، چي دغه چاڼيز او خاص پوځي عمليات په ١٣ ولايتونو کي ترسره سوي دي، چي په نتيجه کي يې ٤٦ تنه نور وسله وال ټپيان سوي ...
Read More »هلمند والي: د طالبانو مشر هلمند کي نه دی ځای پرځای سوی
خبريال: جواد (داوري) د هلمند سيمه ييزو چارواکو د يوې خبري ناستي پرمهال هغه راپورونه رد کړل، چي د وسله والو طالبانو مشر ملاهيبت الله هلمند کي ځای پرځای سوی دی. د هلمند سرپرست والي وايي، د هلمند پر ټوله استخباراتي اوضاع حاکم دی او تراوسه يې هيڅ داسي راپور نه دی ترلاسه کړی، چي نوموړي هلمند ته تللی دی. ...
Read More »فارياب او پکتيکا کي د تصفيوي عملياتو پرمهال ۵ طالب قومندانان وژل سوي دي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د فارياب ولايت په قيصار او غورماچ ولسواليو کي د طالبانو د پنځو قوماندانانو په ګډون، لسګونه وسله وال طالبان وژل سوي دي. دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي په يادو ولايتونو کي د افغان ملي ځواکونو په تصفيوي عملياتو او هوايي بريدونو کي، د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل ...
Read More »کندهار: ملي امنيت ۳ وسله وال د ترهګريزو فعاليتونو په تور نيولي دي
د کندهار د ملي امنيت ځواکونو هغه درې تنه نيولي دي، چي د افغان حکومت پر ضد يې وسله وال فعاليتونه ترسره کول. دغه کسانو هم پر دې اعتراف کړی دی، چي په ترهګريزو بريدونو او فعاليتونو کي يې لاس درلود او د افغان حکومت پر ضد يې په وسله والو بريدونو کي برخه اخيستې ده. د کندهار له مطبوعاتي ...
Read More »زمان: د غزني قره باغ ولسوالي مو له وسله والو طالبانو څخه تصفيه کړې ده
د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي، ددغه ولايت قره باغ ولسوالي يې له وسله والو طالبانو څخه تصفيه کړې ده. د غزني امنيه قوماندان محمد زمان رسنيو ته وويل، چي د يادي ولسوالۍ د تصفيې پرمهال يې ګڼ شمېر وسله الو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره يې ياده نه کړه. ښاغلي محمد زمان وويل، ((له تېرو ۸ ...
Read More »