Tag Archives: امريکا

د امريکا ولسمشر پلان لري، چي د ايران له اټومي هوکړي ووځي

امريکايي رسنۍ وايي، چي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، چي ژر د ايران له اتومي هوکړي ووځي. که نوموړي هوکړه تاييد نه کړه، د امريکا کانګريس به پر ايران د اقتصادي بنديزونو لګولو پرېکړه کوي. ولسمشر ټرمپ د اکتوبر تر ۱۵ پوري وخت لري، چي په دې اړه پرېکړه وکړي. تېر کال د ټاکنيز کمپاين پر مهال نوموړي له دغي ...

Read More »

امريکا سعودي عربستان ته د بالستيک توغنديو ضد سيسټم ورکوي

د امريکا حکومت سعودي عربستان ته د بالستيک توغنديو ضد “تاد” سيسټم په ورکولو هوکړه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به د دغه سيسټم په مقابل کي واشنګټن ته ۱۵ ميليارد ډالر ورکوي. ددغه سيسټم نصبولو هدف د امريکا د ملي امنيت او د بهرني سياست د ګټو خونديتوب ښودل شوی. ياد وزارت وايي، ...

Read More »

امريکا: کاسټاريکا کي توپانونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي

د امريکا د لويي وچي په کاسټاريکا، نيکاراګوا او هندوراس کي توپان شاوخوا ۲۰ کسان وژلي، زرګونه کورونه يې ړنګ کړي او اوس يې د متحده ايالتونو په لور يون کړي دي. “نيټ” توپان زرګونه کورونه نړولي او له وېري يې د مرکزي امريکا په هېوادونو کي بېړنی وضعيت اعلان شوی دی. له “نېټ” توپان سره په شېبو باران مل ...

Read More »

ټرمپ په افغانستان د امريکايي پوځيانو صلاحيتونه زيات کړي دي

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پوځي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبري کړي او ويلي يې دي، چي مخکي له مخکي يې محدوديتونه لېري کړي دي. ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له پوځي چارواکو سره په ليدنه کي وويل، په افغانستان کي محدوديتونه لېري کړل سوي او د جګړې په ميدان کي د قوماندانانو صلاحيتونه ...

Read More »

جېمز مټېس: د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي سرتېرو تلفات کم سوي دي

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کي د لومړي ځل لپاره افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه په دې هېواد کي د مخالفو وسلوالو خلاف په تهاجمي جګړه کي ښکېل دي او د تېر کال په مقايسه يې تلفات هم کم سوي دي. د امريکا د دفاع وزير دا څرګندوني ددې هيواد د سنا ...

Read More »

پنټاګون: افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو لپاره زيات لګښت ته اړتيا ده

پنټاګون وايي، د هغو زرګونو اضافي سرتېرو لپاره چي د امريکا ولسمشر د افغانستان د جګړې لپاره په پام کي نيولي دي، په يوه کال کي تر يو ميليارد ډالرو ډېر لګښت ته اړتيا لري. د امريکا لوړ پوړو پوځي مشرانو ددغه هيواد د استازو جرګې ته وويل، د هغو سرتېرو چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر په سپارښتنه ...

Read More »

د امريکا دفاع وزير: ايران بايد د اټومي تړون سره سم عمل وکړي

د امريکا دفاع وزير وايي، هيواد يې بايد تر هغي له ايران سره پر سوي اټومي تړون ولاړ پاته سي، ترڅو چي ثابته سوې نه ‌وي، چي ايران له توافق سره سم عمل نه ‌کوي. جېمز مټېس پرون سه شنبه، د امريکا د سنا مجلس د وسله ‌والو خدمتونو کمېټې ته وويل، که چيري وکولای سو تأييد کړو، چي ايران ...

Read More »

ډنفورډ: کابل ته د پاکستان د لوی درستيز وروستی سفر هڅوونکی دی

د امريکا د پوځ لوی درستير جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (ای-ايس-ای) او ترهګرو ډلو ترمنځ اړيکي موجودي دي. نوموړي دا خبره پرون سه شنبه د امريکا د سنا مجلس د وسله‌والو خدمتونو په کمېټه کي وکړه. جنرال جوزيف ډنفورډ، چي د امريکا ددفاع وزير سره‌يې په ګډه د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت ...

Read More »

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په کيوبا کي د خپلو مامورينو شمېر کموي

دا پرېکړه تر يو لړ مشکوکو او مرموزو پېښو وروسته وشوه، چي د سفارت لږ تر لږه يويشت تنه کارکوونکي يې له امله زخميان شول. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره اوونۍ ويلي وه، چي د کيوبا په پلازمېنه هاوانا کي د امريکا سفارت به پرانيستی پاته شي او عاجل کارونه به سرته رسوي، خو د عادي وېزو ...

Read More »

د امريکا دفاع وزير: ايران او روسيه اوس هم د ترهګرو سره تسليحاتي مرستي کوي

خبريال: سيد حميد هاشمي د امريکا دفاع وزير يو ځل بيا ويلي، چي روسيه او ايران اوس هم په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي. جيمز مېټس د ولسمشر ټرمپ د نوي تګلاري او د رواني جګړې د پاى ته رسېدو په اړه دغه څرګندوني کړي دي. د امريکايي رسنۍ (وال سټريټ ژورنال) د راپور له مخي، د ا ...

Read More »