Tag Archives: امريکا

مايک: امريکا به د افغان سولي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي

د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر وايي، متحد ايالات به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، چي وسله‎وال طالبان د سولي خبرو ته کښېنوي، خو له هغه مخکي پاکستان بايد ددې ډلي وسله‎والو ته په خپل قلمرو کي ځای ورنه‎کړي. د  CIAمشر مايک پامپيو Mike Pompeo  په واشنګټن کي د ډيموکراسۍ د دفاع په نوم تحقيقاتي مرکز ...

Read More »

اجرائيه رئيس: امريکا بايد د افغان ځانګړو ځواکونو عملياتي ظرفيت لوړ کړي

د افغان حکومت اجرائيه رئيس د امريکا له متحدو ايالاتو غوښتنه کړې، چي د افغان ځانګړو ځواکونو سپېشل فورس د عملياتي ظرفيت په لوړولو کي مرسته وکړي. د اجرائيه رياست خبرپانه وايي، چي عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د امريکا د پوځ د ځانګړو عملياتو له قوماندان، سره په کابل کي خبري وکړې. خبرپاڼه زياتوي، چي عبدالله عبدالله د ترورېزم پرضد ...

Read More »

په افغانستان کي تښتول شوی امريکايي او ښځه يې آزاد شول

د پاکستان پوځ خبر ورکړ، چي يوه امريکايي ښځه د هغي کاناډايي خاوند چي پنځه کاله مخکي، په افغانستان کي تښتول شوي وو، پرون ازاد شول. د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کي راغلي، چي د دې کسانو د ازادولو لپاره د امريکا استخباراتو معلومات ورسره شريک کړي دي. هغوی په افغانستان کي د سفر پرمهال، تښتول شوي وو او ...

Read More »

جوزيف: د افغانستان په جګړه کي مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي

د منځني ختيځ لپاره د امريکا د پوځ لوړ رتبه قوماندان وايي، امريکايي پوځيانو په افغانستان کي د افغان پوځ له کنډکونو سره کار پيل کړی، څو هغوی په راتلونکي کال کي د طالبانو پر ضد پراخو تهاجمي عملياتو ته چمتو کړي او په دې کي به د ۱۶ کلني جګړې په ټپه ولاړ لوری بدل کړي. جنرال جوزيف، چي ...

Read More »

امريکا د خپلو ترکي ډيپلوماټانو پر نيول کېدو خواشيني څرګنده کړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په ترکيه کي د امريکا د ډيپلوماټيکي نمايندګۍ د کارکونکو د نيول کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وويل، چي ريکس ټيلرسن د تېري چهارشنبې په ورځ له خپل ترکي سيال د بهرنيو چارو له وزير مولود چاوش اوغلو سره په ټليفوني خبرو کي په دې اړه د ...

Read More »

هيدر ناويرت: امريکا به له (يونيسکو) ادارې څخه ووځي

د امريکا متحده ايالتونو خبرداری ورکړی، چي د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ادارې «يونيسکو» څخه به ووځي. امريکا د ملګرو ملتونو دا اداره د اسرائيلو پر ضد پر تمايل تورنه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي هيدر ناويرت تېره پنجشنبه وويل، هېواد به يې يو څارونکی ماموريت رامنځ ته کړي، چي د ملګرو ملتونو په ...

Read More »

رابرټ: امريکا داعش ته د خوندي پناه ځايونو د برابرېدو مخه نيسي

د امريکا دفاع وزارت د روسيې دا ادعا رد کړه چي وايي، متحده ايالات په سوريه او عراق کي د داعش پر ضد جګړه نه‌کوي. دا څرګندوني د امريکا او روسيې ترمنځ د روان بحران تازه نښي نښانې بلل کيږي. د روسيې د دفاع وزارت وياند په مسکو کي وويل، ټول ويني چي امريکا په عراق کي داسي ښيي، چي ...

Read More »

اجرائيه رئيس: د اداري فساد سره مبارزه ډېره مهمه ده

د افغانستان د بيارغوني لپاره د امريکا د لګښت سرڅارونکي، جان سوپکو له اداري فساد سره د افغانستان د حکومت د مبارزې ستاينه وکړه. سوپکو په کابل کي د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپل دفتر د فعاليت په اړه‌يې معلومات ورکړل. عبدالله عبدالله د افغانستان د حکومت د ويندويانو په ...

Read More »

کلفورنيا: د انګورو په باغونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي

د امريکا د کلفورنيا ايالت د شمال د انګورو په بڼونو کي اور ۱۰ کسان وژلي دي. سيمه ييز چارواکي وايي، دې اور چي سخت باد لمن ورته وهله، نږدې ۲۰ زره کسان له خپلو مېنو وتلو ته اړ او د سيمي سلګونه کورونه او شرکتونه يې ويجاړ کړل. د کلفورنيا والي جيري براون«Jerry Brown» د دې ايالت د شمال په ...

Read More »

باب کروکر: ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي

د امريکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ جمهوري پال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ايالتونه د دريم نړيوال جنګ لارې ته ورسوي. ښاغلي کروکر زياتوي، ډونالډ ټرمپ ولسمشري د ټلوېزيوني نندارې په څېر چلوي او په سپينه ماڼۍ کي کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي. د خپل ...

Read More »