Tag Archives: افغان سرتېري

جوزيف: د افغانستان په جګړه کي مثبت بدلونونه رامنځ ته شوي دي

د منځني ختيځ لپاره د امريکا د پوځ لوړ رتبه قوماندان وايي، امريکايي پوځيانو په افغانستان کي د افغان پوځ له کنډکونو سره کار پيل کړی، څو هغوی په راتلونکي کال کي د طالبانو پر ضد پراخو تهاجمي عملياتو ته چمتو کړي او په دې کي به د ۱۶ کلني جګړې په ټپه ولاړ لوری بدل کړي. جنرال جوزيف، چي ...

Read More »

فارياب او پکتيکا کي د تصفيوي عملياتو پرمهال ۵ طالب قومندانان وژل سوي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د فارياب ولايت په قيصار او غورماچ ولسواليو کي د طالبانو د پنځو قوماندانانو په ګډون، لسګونه وسله وال طالبان وژل سوي دي. دغه وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي په يادو ولايتونو کي د افغان ملي ځواکونو په تصفيوي عملياتو او هوايي بريدونو کي، د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل ...

Read More »

هلمند: ګرشک کي د پيل شوو عملياتو پرمهال ۹۳ وسله وال وژل سوي دي

راپور: جواد داوري د هلمند سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، چي په ګرشک ولسوالۍ کي د پيل شوو عملياتو په ترڅ کي تر اوسه ٩٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. خو طالبان بيا د امنيتي چارواکو ياده ادعا ردوي. د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چي دوې اوونۍ وړاندي په دې ولسوالۍ کي چاڼيز ...

Read More »

کندهار: افغان ځواکونو ته بلک هاک الوتکي ورکړل سوې

په کندهارکي تېره شنبه افغان ځواکونو ته د بلک هاک جنګي الوتکو د ورکړي په مراسمو کي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، طالبان دي دا فکر له سره وباسي، چي افغان ځواکونه به مات کړي. هغه وويل، اوس د افغانستان د هوايي فضاء کنټرول د تورو بازانو تر واک لاندي راځي. په دغه مراسمو کي په افغانستان کي د ...

Read More »

ملي دفاع وزارت: د ځانګړو عملياتو پرمهال ۵۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ملي دفاع وزارت وايي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د هېواد په بېلابېلو سيمو کي ۴۳ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۶ نور  ټپيان دي. د ملي دفاع وزارت  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي دي، چي دغه ګډ عمليات د ځمکنيو او هوايي ځواکونو لخوا په ننګرهار، کاپيسا، پروان، پکتيا، پکتيکا، غزني ،کندهار، اروزګان، غور، ...

Read More »

افغان معلول سرتېري لوبغاړي له کاناډا څخه په ډک لاس هيواد ته را ستانه سول

دغه لوبه چي د نه ماتېدونکو په نامه بلل کيږي، د هيواد معلول سرتېري پکي ښه لوبېدلي دي. په ياده لوبه کي د ۱۷ نورو هيوادونو معلولو سرتيرو هم برخه اخيستې وه، چي افغان لوبډلي په خپل لمړي وار، يو د سپينو زور او يو د برونز ميډالونه لاس ته راوړي دي. محمد عيسی د هيواد يو هغه ځوان لوبغاړی ...

Read More »

جېمز مټېس: د تېر کال په پرتله د افغان امنيتي سرتېرو تلفات کم سوي دي

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کي د لومړي ځل لپاره افغان امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه په دې هېواد کي د مخالفو وسلوالو خلاف په تهاجمي جګړه کي ښکېل دي او د تېر کال په مقايسه يې تلفات هم کم سوي دي. د امريکا د دفاع وزير دا څرګندوني ددې هيواد د سنا ...

Read More »